په هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅې
![په هېواد کې د کورونا د درېیمې څپې خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅې](/sites/default/files/2021-04/167174257_1326878497681326_7002435834297040543_n_1.jpg)
چهارشنبه، وری ۱۱/۱۴۰۰
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د اضطراري کمېټې ناسته کې په هېواد کې د کورونا ویروس پېښو په کمولو ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې پلازمېنې او ولایتونو کې د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د روغتیا سکتور د کړنو او ننګونو په اړه چې د اړوندو ادارو استازو او د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو چې د ویډیو کنفرانس له لارې وصل شوي وؤ بحث وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په ایران او پاکستان هېوادنو کې د کورونا ویروس په شمېرکې د زیاتوالي یادونه وکړه، په پلازمېنې او ولایتونو کې یې د روغتیا ریاستونو له مسؤلینو وغوښتل چې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره لازم چمتوالی ونیسي.
ډاکټر مجروح د اړوندو ادراو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د لابراتوارونو پیاوړتیا، د روغتیایي مرکزونو سمبالولو، سرویلانس، د عامه پوهاوي کچه لوړول، په ولایتونو کې د لابراتوارونو د کار کونکو ظرفیت لوړولو او د روغتیایي ادارو ترمنځ د همغږي پیاوړې کولو لپاره ډېره هڅه وکړي.
له بلې خوا، په دې ناسته کې د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو خپلې کړنې او ننګونې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او په یو شمېر ولایتونو کې یې د شته ننګونو د حل غوښتنه وکړه.