د عامې ورغتیا وزارت سرپرست د اکمال تخصص پروګرام له استادانو سره وکتل
شنبه، وری ١٤/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د اکمال تخصص پروګرام له استادانو سره خبرې او وکتل.
په دې ناسته کې، د عامې روغتیا سرپرست وزیر د هغه غلط پوهاوي، چې د اکمال تخصص برنامې د سمون طرحې په اړه د دې استادانو په وړاندې رامنځته شوﺉ وؤ خبرې وکړې.
ډاکټر مجروح، د روغتیا په سکتور کې د اکمال تخصص برنامې د استادانو رول مهم وباله او دوی یې د هېواد د روغتیا سکتور معنوي شتمني وبلله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: د اکمال تخصص برنامې د سمون هدف د دې برنامې معیاري کول دي، چې د دې طرحې په پلي کولو سره به په هېڅ روغتون کې د اکمال تخصص برنامې پروسه ونه درول شي.
ډاکتر مجروح زیاته کړه: ټاکل شوې ده چې یو خپلواک بنسټ رامنځته شي ترڅو د اکمال تخصص برنامې ټولې اړتیاوې لکه زېربنا، تعلیمي نصاب، د ښوونې کیفیت، د آزموینې اخیستل، په روغتیایي مرکزونو کې د اړتیا وړ تجهیزات، د ناروغانو شمېر منل، د سند ورکولو لپاره معیارونه او نور مهم مسایل په جدي ډول کنټرول کړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هېواد د روغتیا سکتور څخه د جمهوري ریاست د عالي مقام د پرېکنده ملاتړ یادونه وکړه او هغه یې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو لپاره یو ښه فُرصت وګڼه.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د کابل روغتونونه د تجهیز کېدو په حال کې دي او موږ هڅه کوؤ تر څو ژر تر ژره طبي وسایل وپېرو او د روغتونونو په واک کې یې ورکړو.