په هېواد کې د ملاریا ناروغۍ د مبارزې پروګرام د ارزونې په پار ناسته جوړه شوه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۲۲:۴۳
په هېواد کې د ملاریا ناروغۍ د مبارزې پروګرام د ارزونې په پار ناسته جوړه شوه

سه شنبه، وری ١٧/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر بشیر نورمل، په افغانستان کې د ګلوبل فنډ ادارې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازو او په افغانستان کې د ملاریا برنامې له مالي او تخنیکي همکارانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د ملاریا ناروغۍ د مبارزې پر وړاندې د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي او په هېواد کې د دې ناروغۍ د کنټرول په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې، ګډونوالو په هېواد کې د نري رنځ د کنټرول برنامې د پیاوړو او صعیفو ټکو په اړه چې د ترسره شویو ارزونو پر اساس پېژندل شوي دي بحث او د نظر تبادله وکړه او په راتلونکي کلونو کې د دې برنامې د پیاوړي کولو لپاره یې ځانګړي وړاندیزونه وکړل.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د ګلوبل فنډ ادارې او نورو مرستندویانو څخه په افغانستان کې د ملاریا برنامې د مالي او تخنیکي مرستو له امله مننه وکړه او په دې برخه کې د هېواد روغتیایي سکتور سره د دوی د لا همکارۍ غوښتنه وکړه.

له بلې خوا، ډاکټر نورمل وویل: په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ کنټرول له ټاکل شوي هدف او تمې څخه پورته دی او یوځل بیا یې د دې وژونکې ناروغۍ د ژر کنټرول لپاره د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له ژمنتیا خبر ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS