د فلسطین د همکارۍ سازمان عمومي رئیس د خپلو طبي پوهې د شریکولو لپاره د اوه کسیز ټیم سره افغانستان ته راغلی
دوشنبه، غویی ۱۴۰۰/۱۳
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د فلسطین د همکارۍ سازمان له عمومي رئیس او مل ټیم سره لیدنه او خبرې وکړې.
د فلسطین د همکارۍ سازمان مشر افغانستان ته د دوی د سفر هدف له افغان ډاکترانو سره مرسته وبلله او وویل: چې دغه سازمان افغانستان ته د فلسطیني ډاکترانو یو ټیم استولی ترڅو خپلې تجربې او طبي پوهه له افغان ډاکترانو سره شریک کړي.
په دغه ټیم کې د طب څانګې اوه تنه متخصصان شامل دي او په پام کې لري چې د جراحي، تراما، سوځېدنې او بېړنیو څانګو کې په روغتیایي مرکزونو کې د افغان ډاکترانو سره په عملي او نظري ډول همکاري.
ډاکټر وحید مجروح، د فلسطین د همکارۍ سازمان د همکارۍ او ښه نیت له امله مننه وکړه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو لپاره له افغان ډاکترانو سره د فلسطین د ډاکترانو د تجربو شریکول یې اړین او ارزښتناک وباله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له فلسطین هېواد سره د عامې روغتیا وزارت پر بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه موږ هوډ لرو چې د افغانو ډاکترانو یوه ډله د فلسطین ډاکترانو سره د طبي پوهې د شریکولو په موخه دې هېواد ته واستوؤ..
دغه رزا په دې غونډه کې د روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پر دوام ټینګار وشو.