د ملالۍ زېږنتون روغتون کې د طبابت اخلاقو لومړۍ کمېټه جوړه شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۴:۱۶
نخستین کمیته اخلاق طبابت در شفاخانه ملالی زیژنتون ایجاد گردید

یکشنبه، غویی ۱۴۰۰/۱۲

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د ملالۍ زېږنتون روغتون کې د طبابت اخلاقو لومړنۍ کمیټې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دې برنامې پلي کول د ناروغانو په وړاندې د ډاکترانو چلند بدلولو کې یو مهم ګام وګڼه او وې ویل: چې د طبابت اخلاق د روغتیا سکتور پر وړاندې د خلکو د رضایت اساسي بنسټ دی.

ډاکتر مجروح له ټولو روغتیایي کار کوونکو وغوښتل، چې د دې برنامې په پلي کولو، د طبابت د اخلاقو کلتور ته وده ورکولو، په ډاکټرانو او روغتیا سکتور باندې د خلکو باور د پیاوړي کولو لپاره دې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

دغه راز ډاکتر مجروح زیاته کړه چې په پوره توان سره به په روغتونونو کې د روغتیایي کار کوونکو لپاره ټول امکانات او د اړتیا وړ اسانتیاوؤ د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړم او زما تمه له تاسو څخه داده چې د خپلو هڅو ترڅنګ د طبابت اخلاق هم مراعت کړئ.

ډاکترمجروح ټینګار وکړ چې په روغتیایي مرکزونو کې داسې خلک هم شتون لري چې د ناروغ پر وړاندې خورا ښه او غوره چلند لري او چې دوی د روغتیا سکتور بېلګې او کړنې یې د ستاینې وړ دي.

په ورته وخت کې، د هېواد د طبي شورا رئیسې ډاکتر نسرین اوریاخیل د عامې روغتیا وزارت سره د دې شورا پر همغږي باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه موږ هڅه کوو چې دغه برنامه د کابل په ټولو روغتونونو کې پراخه کړو او د ډاکترانو له چلند په ځانګړي توګه په روغتیایي مرکزونو او معاینه خانه کې د ناروغ پر وړاندې د دوی د چلند له ډول څخه څارنه کوو.

د طبي شورا رئیسې زیاته کړه: د دې برنامې سربېره، موږ د ډاکترانو د حقوقو، د ناروغانو حقونو او د روغتیایي کار کوونکو د امتیازاتو په تړاو د عامه پوهاوي برنامې تر لاس لاندې لرو، چې دغه برنامې په روغتیایي مرکزونو کې هم پیلېږي.

له بلې خوا، په طبي شورا کې د طبابت اخلاقو د څانګې مسؤول ډاکتر احمدشاه شکوهمند د طبي اخلاقو برنامې په لاره اچولو او پلي کولو کې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له ملاتړ څخه مننه وکړه او وې ویل: موږ به په پوره توان سره هڅه وکړو چې د دې برنامې په پلي کولو سره د ناروغ پر وړاندې د روغتیايي کار کوونکو د چلند برخه کې یو ټولیز بدلون رامنځته کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS