د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د بین السکتوري ادارو رول مهم بولي
شنبه، غویی، ١٤٠٠/١١
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح؛ نن د بین السکتوري ادارو له چارواکو سره په کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سره د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د دې ادارو په لا همغږي ټینګار وکړ.
ډاکترمجروح، د د کورونا ویروس په لومړۍ او دویمه څپو کې د ټولو اړونده بنسټونو د همکارۍ له امله مننه وکړه او د کورونا ویروس په درېیمې څپې کې یې د بین السکتوري ادارو څخه د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د درېیمې څپې پلان د اړونده ادارو سره په همغږۍ کې چمتو شوی، چې په دې د سکتوري ادارو په لا همغږي باندې ټینګار شوﺉ.
ډاکترمجروح د خلکو لخوا د ټولنیز واټن نه ساتلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د اړونده ادارو له چارواکو یې وغوښتل چې د عامو خلکو د تجمعاتو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
هغه دغه راز د کورونا واکسین د پلي کېدو په اړه هم یادونه وکړه، زیاته یې کړه چې له ګواښ سره مخ خلکو ته د کورونا واکسین د تطبیق پروسه روانه ده او دا به موږ سره په هېواد کې د کورونا ویروس پر وړاندې د ټولیز معافیت په را منځته کولو کې مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست څرګنده کړه: له فساد سره مبارزه د عامې روغتیا وزارت یو له لومړیتوبونو څخه دی او موږ به د روغتیا په سکتور کې هېچاته فساد اجازه ورنکړو.
په دې ناسته کې، ډاکتر نسرین اوریاخېل د طبي شورا رییسې، مولوي امین الدین مظفري د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال، فهد داوود مومند د ملکي هوایي چلند ادارې رییس، عبدالمنان شیوای شرق د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت، د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د کلیو او پراختیا وزارت، د سره میاشت ادارې او ملي تلویزیون چارواکو برخه اخیستې وه او د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې څرنګوالي په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
هغوﺉ همدارنګه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه ملي او فردي مسؤولیت وګڼه او په دې برخه کې یې په خپله هړ اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.