د پکتيا ولایت حوزوي روغتون د روغتیایي خدمتونو څرنګوالی وارزول شو
![د پکتيا ولایت حوزوي روغتون د روغتیایي خدمتونو څرنګوالی وارزول شو](/sites/default/files/2021-05/186324573_1355506001485242_2393912953435804633_n.jpg)
جمعه، د اختر دوم ورځ، غویی ٢٤/١٤٠٠
۴ برخه:
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د لوګر او خوست ولایتونو ته د خپل سفر په دوام، د کوچني اختر په دویمه ورځ پکتیا ولایت ته ولاړ او د پکتیا حوزوي روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی یې وارزؤ.
ډاکترمجروح، د دې روغتون له ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د قناعت وړ وبلل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دغه روغتون څخه د لیدنې پرمهال، د روغتون له یو شمېر روغتیایي کار کوونکو او ناروغ لرونکو سره وکتل او د هغوی ننګونې، نظریاتو او وړاندیزونه یې واورېدل.
ډاکتر مجروح، د دغه روغتون پرمختګ ته په اشارې سره وویل دغه روغتون چې یو حوزوي روغتون دی د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د یاد روغتون خدمتونو ته پراختیا ورکړي.
په ورته وخت کې، هغه په دغه ولایت کې د کووید-١٩ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه او د کورونا ناروغانو ته د لاسرسي چاره یې له نږدې وارزله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه د دغه وزارت یو له لومړیتوبونو څخه دی او په هېواد کې د کورونا ویروس د پېښو کمول د خلکو او اړوندو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.