د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندهار ولایت والي سره وکتل
![د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندهار ولایت والي سره وکتل](/sites/default/files/2021-05/189185974_1360749304294245_8848415291977016776_n.jpg)
شنبه، غبرګولی ١/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د کندهار ولایت له والي ښاغلي روح الله خانزاده سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي خانزاده د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره د دغه ولایت روغتیایي ننګونې شریکې کړې او په دې برخه کې یې د دغه وزارت د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ولایت روغتیایي ننګونې واورېدې او د دغه ولایت د شته ننګونو د حل په پار یې د همکارۍ ژمنه وکړه.