د عامې روغتیا وزارت د دولتي روغتونونو مدیریتي او اجرائیوي واکونه ته د پراختیا ورکولو طرحه نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب شوه
دوشنبه، غبرګولی ۳/۱۴۰۰
د روغتونونو د مدیریت او اجرائیوي وړتیاوؤ د پراخولو طرحه د افغانستان د روغتیایي سیسټم د اصلاح کولو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ او د عامې روغتیا وزارت له اصلاحي طرحو څخه ده چې "د افغانستان روغتیايي سیسټم د اصلاحاتو" سند کې شامل او په خوشخبتۍ سره نن د کابینې په تصویب سره د پلي کېدو مرحلې ته داخلېږي.
د عامې روغتیا وزارت د دې بریا او لویې لاسته راوړنې په پار د هېواد طبي ټولنې، د روغتونونو کار کوونکو او درنو هېواد والو ته مبارکي وايي او د چارو ادارې، د جمهوري ریاست د عالي مقام له مشاورینو، د مالیې وزارت له مشرتابه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونه خپلواک کمیسیون، د تدارکاتو ملي ادارې او د افغانستان طبي شورا څخه د دې طرحې په چمتو او بډای کولو په برخه کې مننه کوي.
د تدارکاتو ستونزې، استخدام، زړه بیروکراسي تل د روغتوني باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اساسي ستونزه وه او د هېواد روغتونونه تل د درملو، تجهیزاتو، طبي توکو، مصرفي توکو، بشري سرچینو او اړوندو خدمتونو له کمښت سره مخ وؤ او دي.
دا طرحه د مالي او تدارکاتي صلاحیتونو په ورکولو سره او د روغتونونو مدیریتي ټیمونو په ګمارلو سره چې د مسلکي، متخصصینو او خلکو د یو هیات تر څارنې لاندې کار وکړي، د څارنې او تفتیشي تدابیرو په نظر کې نیولو روزنه لومړی په مرکزي روغتونونو او وروسته د ولایتونو په روغتونونو کې پلي کېږي.
د دې طرحې په رڼا کې چې هغه روغتونونه مدیریتي او د پرځان بسیاینې وړتیا ترلاسه کړي مالي او تدارکاتي خپلواک صلاحیتونه ورکول کېږي او د دوی له اجرااتو څخه څارنه او تفتیش ترسره کېږي.
د دې طرحې په پلي کولو سره، د روغتونونو مدیریتي ټیمونه کولی شي په خپلواک ډول د اړتیا سره سم اړوند کارکوونکي په ګړندي توګه وګماري او خپل د اړتیا وړ تدارکات په ځانګړي ډول په بېړنيو حالاتو کې په خپله طی مراحل کړي ترڅو د ناروغانو ستونزې په ګړندي توګه حل کړي، د دې طرحې تصویب د هېواد د روغتیا سکتور لپاره یوه مهمه او اړینه لاسته راوړنه ده چې د وخت او شرایطو سره سم به د روغتونونو اړتیاوې پوره کړي.