اوولس تنه سپین چپني سرتېري چې د بېړنیو زده کړو په پار کابل ته راغلي وؤ بیاځلې د کورونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښې ته ورګرځي

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۹:۳۵
اوولس تنه سپین چپني سرتېري چې د بېړنیو زده کړو په پار کابل ته راغلي وؤ بیاځلې د کورونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښې ته ورګرځي

دوشنبه، غبرګولی ۱۰/۱۴۰۰

دغه ډاکتران له بدخشان، کندهار، پکتیا، پکتیکا، غزني، فاریاب، فراه، لغمان او کنړ ولایتونو څخه کابل ته راغلي او د ماسټر روزونکو په توګه روزل شوي دي. ټاکل شوې ده چې دوی خپلو ولایتونو ته تر بېرته ستنېدو وروسته، د کورونا روغتونونو کې نورو روغتیایي کار کوونکو ته د بېرنۍ پاملرنې په برخه کې روزنه ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، له دغو سپین چپنو سرتېرو سره په لیدنه کې د ټولو روغتیایي کار کوونکو په ځانګړي ډول هغوئ چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ، او دوی یې د روغتیا سکتور اتلان یاد کړل.

ډاکترمجروح، د هغه ډاکترانو د ژوند خوندیتوب چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې واقع دي له خپلو لومړیتوبونو څخه وباله او ویې ویل: د دوی لپاره به د امتیازاتو او امکاناتو په برابرولو کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

دغه رزا دغه ډاکترانو ژمنه وکړه چې د کورونا ناروغانو ته د لاسرسي او درملنې لپاره به په پوره ایماندارۍ او توان هڅه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS