هغه اتاقونه چې د ناروغانو څخه ډک دي څوک چې د ژوند او مرګ سره لاس او ګرېوان دي، هغه ناروغان چې د خدای ج څخه د روغتیا غوښتنې هیله لري او د هرات شهید ډاکتر میر محمد ابراهیم بسیم کووېډ -١٩ روغتون د سپین پوښلي/سپین چپنو د ځواکمنو لاسونو لپاره هیله من دي.
نیمه شپه ده او ساعت د شپې 2:30 بجې ښیي.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د شیدایي ښار ګوټي کووېډ -١٩ روغتون کې په پوره حوصله مندۍ او متانت سره د روغتون اتاق په اتاق او بستر په بستر ارزوي، اندېښمن دی او د هر ناروغ لیدنې ته ورځي څو په روغتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د بڼې په اړه د ناروغانو له ژبې څخه واوري او د هغوﺉ درد او اړینو غوښتنو ته غوږ ونیسي.
ډاکتر مجروح، په ډېره مهربانۍ او زړه سواندۍ سره اندېښنې او وقایوي سپارښتنې له ناروغ او ناروغ لرونکو سره شریکوي ترڅو د لازمو اهتماماتو په عملي کولو سره له خپلو طبیبانو او سپین چپنو سره یې مرسته کړې وي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د شپې په نیمه کې د اکسیجن نشتوالي په اړه اندېښنه لري او د دې کمښت د حل لپاره په زړه سواندۍ سره هڅه کوي او د روغتون له کارکوونکو سره حل لار لټوي او لازمې لارښوونې ورکوي.
ډاکتر وحید مجروح، د روغتون له کار کوونکو څخه غوښتنه کوي چې په پوره متانت او مهربانۍ سره دې د خپلو هېواد والو درملنې ته دوام ورکړﺉ او په دې سختو او بې اعتباره شپې او ورځو کې د خپلو هېواد والو په وړاندې خپل ایماني او انساني دین ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د شهید ډاکتر میر محمد ابراهیم بسیم کووېډ -١٩ اختصاصي روغتون د هرات په لس کیلو متري کې موقعیت لري او د ١٦٠ بسترو په درلودو سره د درملنې خدمتونه وړاندې کوي.