په هیواد کې د جینومیک سيکوينسينګ  لومړنی لابراتوار ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۸:۴۰
نخستین لابراتوارجینومک سیکوینسنگ به سطح کشور به بهره داری سپره شد

 د عامې روغتیا سرپرست وزير  ډاکټر قلندر عباد نن د جینومیک سیکوینسنګ لابراتوار پرانیست او ګټې اخيستنې ته يې وسپاره.

 دا د جینومیک سيکوينسينګ لومړنی لابراتوار دی چې د هیواد په کچه د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوى او په پام کې ده چې په دغه لابراتوار کې د کرونا ویروس ټول  ډولونه تشخيص  شي.

 د عامې روغتیا  سرپرست وزير  د کرونا ویروس د بېلابېلو ډولونو د تشخيص  په برخه کې د دغه لابراتوار جوړېدل یو ښه ګام وباله او ویې ویل، چې له دې وروسته به د هېواد دننه د کرونا ویروس ټول ډولونه تشخيص  کړو.

 نوموړي دغه راز په هېواد کې د تشخیصي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او ویې ویل، هڅه کوو چې په هېواد کې د تشخیصي خدمتونو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړو، ترڅو ټول ناروغان په هېواد کې تشخیص شي او خلک بهر  تګ ته اړ نه شي.

 ډاکټر عباد زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته ژمن دی، ترڅو د طبي علومو په برخه کې پرمختګ وشي.

 په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر عمر مشعل د دغه لابراتوار له پرانېستلو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دغه اداره له عامې روغتیا وزارت سره همکارۍ ته ژمنه ده.

 دغه لابراتوار د روغتیا نړیوال سازمان په مالي مرسته د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې جوړ شو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

د عامې روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا مدیریت او مسلکي اخلاقو پنځه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په دغه ورکشاپ کې چې د ملي‌الشفاء، دشت برچي سل بستریز او حضرت بلال پنځوس بستریز روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، موخه يې د ګډونوالو د پوهې، مهارتونو، مدیریتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۸
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د غیرالکولي مشروباتو او پاپړو له څلورو تولیدي تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو د خطر تحلیل، سرويلانس او معیارونو تدوین ریاست مسؤلینو د کابل ښار نهمه ناحیه کې د غیرالکولي مشروباتو او پاپړو څلورو تولیدي تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړ

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۴۰
Background image

په سمنګان او لغمان ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د سمنګان او لغمان ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې سمنګان ولایت کې ۲۹ کارټنه. . .

BACK TO NEWS