ډاکټر امین الله دجمهوریت روغتون درئیس په توګه معرفي شو

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۹:۵۷
ډاکټر امین الله دجمهوریت روغتون درئیس په توګه معرفي شو

نن شنبه د جمادي الثاني ۲۱ نېټه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده، د مقام دفتر ښاغلي رئیس، مولوي محمد حسن محمدزي او نورو مشرانو په شتون کې ډاکټر امین الله د جمهوریت روغتون د رئیس په توګه د دې روغتون کارکوونکو ته ور و پېژندل شو.

د عامې روغتیا وزارت د عرضه خدماتو ښاغلي معین ډاکټر امین الله ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

ډاکټر امین الله د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له باور مننه وکړه او وعده یې وکړه چې د جمهوریت روغتون د چوپړتیاوو د ښه والي لپاره به هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS