د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزی ورکشاپ آمریت  2050 قلمه وسایطو پرزو د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

Location کابل - افغانستان

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزی ورکشاپ آمریت  2050 قلمه وسایطو پرزې چی د تړون شمیره ییMOPH/CO/NCB/1402/G-16  ده. د ( نگین بهارلوژستکی خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (D-57689) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( 9 محل، تایمنی نهم سرک موی مبارک،کابل مرکز ، کابل) کې دی. چې د تړون بیه (16,291,368) شپاړلس ملیونه دوه سوه یونوې زره دری سوه اته شپیته افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۲۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیرخانې 102 بستریز روغتون ریاست  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (15)قلمه لباسونو د پروژې چې د (M0PH-HRP-KHH-NCB -1405-G05 ) ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو  (د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست د سکیبیز، کولرا، AWD او کانګو  ناروغیو د کنټرول او معلوماتي موادو د تهیه او تدارک . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۱:۴۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډمهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي،

 چې د عامې روغتیا وزارت، د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست په پام کې لري لاندې تړونونه . . .

Back to tenders