ښاغلی ډاکټر عبدالحق نوري د عامې روغتیا وزارت د افغان - اندونيزيا د دوستۍ روغتون کارکوونکو ته د رئیس په توګه ور وپېژندل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۴
moph

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي محمد حسن محمدزي وویل، تغیر او تبدیل او له احکامو پیروي د اسلامي نظام مهم اصل دی او د ریاست الوزراء د محترم مقام د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه ښاغلی ډاکټر عبدالحق نوري د عامې روغتیا وزارت د افغان - اندونيزيا د دوستۍ روغتون کارکوونکو ته د رئیس په توګه ور وپېژندل شو.

 

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو ولس ته په روغتيايي خدماتو کې شته ستونزې حل او پر وخت ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د قطر هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې لوء لوء الخاطر سره وکتل

 په دې کتنه کې چې په قطر هېواد کې د اسلامي امارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۸
Background image

په تېره یوه میاشت کې د پنجشېر ولایت رُخه ولسوالۍ روغتون کې ۴۸ ستر عملیاتونه ترسره شوي!

د پنجشېر ولایت رُخه ولسوالۍ څلوېښت بستریز روغتون مسؤل، ډاکټر شمس الحق سروري وویل، د روان کال سرطان میاشت کې ۴۸ بېلا بېل ستر عملیاتونه د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو له لوري ترسره شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ځینو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې. . .

BACK TO NEWS