د افغانستان اسلامي امارت د عامي روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو د عامي روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني هم په کې شتون درلود، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیا په برخه کې په دې ولایتونو کې موجوده ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل: (د افغانستان اسلامي امارت رهبري او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې حل کړي؛ تر څو د ټولو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او ټولو ته په مساوي ډول غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.)
ښاغلي وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو د عامې روغتیا د رئیسانو د ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه یوه کمېټه وټاکله؛ تر څو د ستونزو له څېړلو وروسته د دغه وزارت د امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.