د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د اندونیزیا سفیر، ښاغلي  بودي رحمت سوریا سپوټرا سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۴:۱۵
moph

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د اندونیزیا سفیر، ښاغلي  بودي رحمت سوریا سپوټرا سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکټر خوشحال زمان، د پولیو د له منځه وړلو بېړني ملي عملیاتي مرکز رییس، الحاج ډاکټر  عبدالقدوس بریالي او ګڼ شمېر نورو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود د روغتیا په برخه کې  د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو همکاریو، د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد  له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د اندونیریا هېواد د همکاریو قدرداني تر څنګ د یاد هېواد له لوري د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ د لس میلیونه دوزه واکسین د مرستې مننه وکړه او د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د درملو او طبې تجهیزاتو په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو روغتیايي برخو کې د دې هېواد د لا ډېرو مرستو غوښتونکی شو.

له بلې خوا د اندونیزیا سفیر له افغانستان سره د دې هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د روغتیا په برخه کې یې  د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۰
Background image

په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې ۳ OPD کلینیکونه د قانوني اسنادو د نه تکمیلېدو او. . .

BACK TO NEWS