روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له مشر و د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۵۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې له مشر، ښاغلي تاج الدین اوېلا او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه

 

په دې لیدنه کې د یونیسف ادارې مشر په ختیځ او ننګرهار کې د خپلو همکاریو  په اړه د معلوماتو  وړاندې کولو سربېره د روغتیا او ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په په برخه کې د راتلونکو پلانونو په اړه وضاحت وړاندې کړ.

 

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د روغتیا په برخه کې د یاد ولایت ستونزې د یونیسف له مشر سره شریکې کړې او د حل لارښوونه یې وکړه.

له بل لوري د یونیسف ادارې مشر  د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د لا همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۰
Background image

په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې ۳ OPD کلینیکونه د قانوني اسنادو د نه تکمیلېدو او. . .

BACK TO NEWS