د واکسین نړیوالې اونۍ نمانځغونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۱۹
moph

د دې ورځ څخه د نمانځلو موخه د ماشومانو ژوند ژغورل، د راتلونکي نسل ښې روغتیا د تضمین لپاره ژمنتیا، د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د معافیتي پروګرامونو پراختیا او دوام دی.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د بشریت د ژوند ژغورلو لپاره واکسین یو اړتیا یاده کړه او ویې ویل، افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د ماشومانو د مړینې کچه په کې لوړه ده، خو له نېکمرغه په وروستیو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او په ځانګړي ډول د واکسین په تطبیق کولو سره د ماشومانو د مړینو په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی.

نوموړي همداراز زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې د Big- Catch- up تر عنوان لاندې په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱.۸ میلیونه هغه ماشومانو ته، چې د کوویډ ۱۹ پانډیمي له کبله له واکسین څخه پاتي دي د روټین واکسینو ګړندي پروګرام او د کوویډ ۱۹ واکسین مدغم کولو په روټین پروګرام کې د ناروغیو مخنیوي په موخه واکسین تطبیق کړي.

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو د واکسین نړیوالې اونۍ د نمانځغونډې په مناسبت ګډونوالو ته خپلې ویناوې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۰
Background image

په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې ۳ OPD کلینیکونه د قانوني اسنادو د نه تکمیلېدو او. . .

BACK TO NEWS