د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د جوړېدونکو سرطاني ناروغیو مرکزونو په هکله د وزارتونو له استازو او اړوند مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۳:۳۵
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د وزارت مرکزي رئیسانو، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او اټومي انرژۍ وزارتونو استازو شتون درلود، چې د سرطاني ناروغیو مرکزونو جوړېدو په موخه د لارو چارو د ترتیب لپاره د یوې کمېټې پر جوړېدو بحث او خبرې ترسره شوې.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لوري یوه کمېټه وټاکل شوه، چې په راس کې یې د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکټر میرویس احمدزی، د تشخیصیه خدماتو رئیس، د انکالوژي پروژې استازی، د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او اټومي انرژۍ وزارتونو استازي شتون لري؛ ترڅو په منظمه او اغېزمنه توګه د یادو مرکزونو د چارو پر مخ وړولو لپاره تخنیکي موضوعات وڅیړي او له تحلیل وروسته یې له اجنډا سره یو ځای بین الوزارتي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS