د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ننګرهار ولایت د نښتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۵:۵۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د دغه ولایت د نښتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو، یې ملتیا کوله د نښتر د پښتورګو درملنې ملي روغتون یو شمیر برخې له نږدې ولیدې، د بستر ناروغانو پوښتنه یې وکړه او د هغوی غوښتنې یې واوریدې.

ښاغلي، مرستیال یاد روغتون ته د پاملرنې او خدماتو لا پیاوړتیا په موخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS