د کنړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په موڼي سیمه کې د یو روغتیایي مرکز پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۵۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ په موڼي سیمه کې د ۵,۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو بنسټیز روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د عامې روغتیا وزارت  یو شمېر مرکزي رئیسانو، د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني، د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص، د تمویل کوونکې روغتیایي شبکې رئیس ډاکټر محمد نسیم نعیم، قومي مشرانو او روغتیایي کارکوونکو ګډون کړی و.

  د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي موڼي سیمه کې د یاد روغتیایي مرکز جوړېدو ته په اشارې وویل: (د آبادۍ په لور یو قدم مختګ ستره لاس ته راوړنه ده او باید شکر یې ادا شي.)

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرانو په ملاتړ او سپارښتنه یې هڅه پیل کړې، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د ولسوالۍ سطحې روغتونونه جوړ او روغتیايي سیستم پیاوړی کړو؛ څو روغتیایي خدماتو ته د ولسونو لاس رسی زیات، په مرکزي روغتونونو  کې د ناروغانو شمېر راکم او روغتیايي سیستم معیاري او په دې برخه کې عصري کېدو ته زمینه برابره شي.

بل لور د کونړ ځایي اوسېدونکو، قومي مشرانو او مسئولینو له عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه، چې روغتیایي برخه کې یې د دوۍ ستونزو ته په پاملرنې یو مجهز روغتیایي مرکز تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS