د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۳ کال لپاره د عدلي طب د سافټویر، مصرفي توکو او DNA لابراتواري زده کړې پروژه، چې شمېره یې [GOV/MOPH/SFMP/NCB/1403/CS01] ده، د علاقې څرګنولو په پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړوند (REOI) سافټ کاپي په فلش یا حافظه کې د مشورتي خدمتونو تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او د تدارکاتو قانون، کړنلارې سره سم دې خپل وړاندیزونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر 21/09/1403 هـ ش د چهارشنبې ورځ چې له 09/06/1446 هـ ق نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لسو بجو دې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست، اړوند مشورتي خدمتونو آمریت ته چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري، وسپاري ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.