د عامې روغتیا وزارت د دعوت ارشاد رئيس، مولوي محمد قاسم حقاني غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له روغتیایي مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۹:۸
MOPH

په دې ناسته کې چې د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځيرک، د یاد ولایت د حوزوي، ولایتي او ولسواليو روغتيايي مراکزو مسؤلينو او بېلابېلو تطبيق کوونکو مؤسسو استازو ګډون درلود، په کې د دعوت ارشاد رئیس د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تطبيق پر څرنګوالي خبرې وکړې ، نوموړي همدارنګه د روغتیا اړوند د اسلام مبارک دین ارشادات بیان او روغتیایي کارکوونکو ته یې د اسلام د مقدس دین ،په رڼا کې د ورځني ژوند ، چاپیریال برابرولو او خدماتو تر سره کولو سپارښتنې تر سره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
Background image

په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوليو د له منځه وړلو نړیوال روغتیايي پروګرام (GPEI) د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت په تالار کې د مقام مشاورینو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د پوليو. . .

BACK TO NEWS