د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اسنادو اروزنې په موخه د اندوسکوپي او هاضمې سیسټم ازموینې لپاره نوم لیکنه.
۲۹/۰۳/۱۴۰۴
ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص لوی ریاست، د مربوطه لایحې له مخې، د هغو متخصصینو څخه چې د بهرنیو هېوادونو سند ولري، اندوسکوپي او هاضمې سیسټم ازموینه واخلي. په شرایطو برابر نوماندان کولای شي له نېټې ۲۹/۰۳/۱۴۰۴ څخه تر ۲۰ ورځو پورې د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړي.
https://forms.gle/PHAw4NPjqhNneAbdA
د ازموینې د اخیستلو شرایط
۱ـ د افغانستان تابعیت تذکره ولري
۲ـ د طب پوهنتون ډیپلوم ولري
۳ ـ د (عمومي جراحي او د کوچنیانو جراحي، د کوچنیانو او عمومي داخله څانګو ) کې د تخصص سند ولري.
۴ـ د انډوسکوپي او هاضمې سیسټم په برخه کې یو کلن ښوونیز سرټیفکیټ ولري، چې د بهرنیو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست تائید شوی وي.
د ازموینې اخیستلو ریفرنسونه:
CURRENT edition 2025 (gastroenterology chapter)
HARRISON edition 21 (gastroenterology chapter)
Cotton and Williams edition 7th
Atlas of diagnostic endoscopy edition 3rd
Upper endoscopy for GI fellows (Douglas G.Adler editor)
د شرایطو وړ نوماندانو نوملړ او د ازموینې نېټه به وروسته د عامې روغتیا وزارت د رسمي وېبپاڼې له لارې اعلان شي.
یادونه: د لا نورو معلوماتو او یاد ستونزو حل په موخه لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
0788209637
په درنښت
د اکمال تخصص لوی ریاست