د عامې روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو مؤسسو تر منځ د Voluntary Counseling and Testing (VCT) خدماتو ښه والي او مؤثریت په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۸
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر، افغانستان کې د ساري ناروغیو (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤل، ډاکټر عبدالرحمن شیرین دل او د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ګډون درلود.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په ولایتونو کې د VCT خدماتو د لا ښه والي او اغېزمنتیا لپاره افغانستان کې د ساري ناروغیو (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام او (EPHS - BPHS) روغتیایي خدماتو په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو تر منځ پر لازیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او د مؤسسو استازو ته یې د اړوندو مسؤلیتونو د ښه تر سراوي سپارښتنې وکړې.

دغه راز، ښاغلي مرستیال وویل، تطبیق کوونکو مؤسسې دې د هغې ژمنې سره سم خپلو مسؤلیتونو او خدماتو ته پاملرنه وکړي، چې د عامې روغتیا وزارت سره یې کړې ده.

په یاد غونډه د VCT خدماتو د ښه والي او اغېزمنتیا په موخه د هر اړخېزو پریزنټېشنونه وړاندې کېدو تر څنګ د شته ستونزو په اړه هر اخیز بحث او خبرې ترسره شوې.

یادونې وړ ده، چې VCT خدمتونه د HIV ,HBS او ورته نورو ویروسي ناروغیو د تشخیص، درملنې او مشورو برخه کې وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS