د پکتيا ولايت مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۳۱
moph

د پکتيا د عامې روغتیا رياست د څارنې او پلټنې امریت او روغتیایي قوانینو د بررسۍ عمومي مدیریت نظارتي تیم له لوري د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې یوه اکسری خونه، دوه روغتیایي کتنځایونه، درې لابراتوارونه او شپږ د غاښونو کتنځایونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې او شفري نسخو ليکلو له امله وتړل شول.

دغه راز، د نظارت په بهیر کې اړوند مسولينو ته سپارښتنې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او اصولو سره سم خلکو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS