د عامې روغتیا وزارت او UNODC ترمنځ د نشه‌يي توکو د مخنیوي په برخه کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۳:۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د UNODC دفتر له عملیاتي رئیس ښاغلي بو متیايسن او افغانستان کې د یاد دفتر له مشر پولیک اوک سیري سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې پر مهال یې د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر هم شتون درلود، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) له همېشنۍ همکارۍ او همغږۍ مننه وکړه او د نشه یي توکو د مخنیوي برخه کې یې د یاد دفتر رول مهم وباله.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د UNODC دفتر له عملیاتي رئیس، ښاغلي بو متیايسن څخه د نشه یي توکو د مخنیوي برخه کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

بل لور د UNODC دفتر عملیاتي رئیس ښاغلي بو متیايسن (BO Mathiasen) د نشه یي توکو د مخنیوي برخه کې د عامې روغتیا وزارت هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ به یاده برخه کې خپلو هڅو دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS