د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان عامې روغتیا ریاست د واکسین آمریت او تحویل‌خونې د ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۱۹
moph

په همدې موخه جوړ شويو  مراسمو کې د جوزجان والي، قاري ګل حیدر شفق، د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس قاري ذبیح الله حسیني، د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي کمېټې غړي زلمي جمیل او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د اماراتي ادارو استازو ګډون درلود.

د جوزجان د عامې روغتیا رئیس، قاري ذبیح الله حسیني وویل: د واکسین امریت دوه پوړیزه ودانۍ به د څه باندې ۱۳ ملیونه افغانیو په لګښت او کارونه به یې ۱۱ میاشتو کې بشپړ شي او دغه راز د یادې ادارې تحویل خونه به د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت  او چارې به یې په ۷ میاشتو کې بشپړ شي.

د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه، چې دا پروژه به د همکارو ادارو په مالي همکارۍ او د عامې روغتیا ریاست تر څارنې لاندې پلي شي، ترڅو په جوزجان ولایت کې د واکسینونو د اصولي او مؤثر ساتنې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت استازي زلمي جمیل هم ټینګار وکړ چې دغه ودانۍ د نړیوالو معیارونو پر اساس ډیزاین شوې او د واکسینونو د کیفیت ښه ساتلو لپاره به ټول اړین معیارونه په کې موجود وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS