ښاغلی قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه معرفي شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۳۱
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس، ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بېلا بېلو امارتي ادارو مسؤلینو، د وزارت مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او د عامې روغتیا وزارت یو شمېر کار کوونکو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې، د چارو ادارې لوی رییس ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د نوي حکم پر اساس، د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی رئیس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه ټاکل شوی.

د چارو ادارې ښاغلي لوی رئیس په نظام کې تغیر او بدلون د اسلامي امارت یو اصل وګاڼه او زیاته یې کړه، چې موږ ټول د اسلامي امارت د مشرتابه د حکمونو اطاعت کوو؛ هغه قاري عبدالولي صدیقي یو پوه او تجربه لرونکی شخص وباله او د وزارت د پخواني مرستیال له هڅو څخه د مننې تر څنګ دواړو ته په خپلو نویو دندو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همدارنګه، د غونډې پر دوام د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: «الله تعالی اسلامي نظام ته ژمن خلک ورکړي او هر یو ته یې مسؤلیتونه سپارلي دي. موږ ډېر کادرونه لرو او له هغوی غواړو چې په پوره ژمنتیا او هڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړي.»

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS