د عدلي طب رئیس د کونړ ولایت د روغتیا مسؤلینو سره ولیدل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۳:۴۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه

په یاده لیدنه کې مولوي نجیب الله فاروقي د کونړ ولایت د عامې روغتیا رئيس، قاري مظفر خان مخلص سره د عدلي طب په اړه هر اړخیز بحث تر سره او زیاته یې کړه، شته ستونزو ته به حل لارې پیدا او د عدلي طب د څانګو پیاوړتیا او لا زیات تجهیز لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۰
Background image

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سره د زلزلې د ټپیانو لپاره د ۳۹زره امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته وشوه

یاده مرسته د یونیسف ادارې له لوري وشوه، چې ۹زره ستنې (Ceftriaxone Inj) او ۴۸ زره سیرومونه په کې شامل دي، چې د تېرې زلزلې د ټپیانو درملنې لپاره به ورڅخه لازم کار واخیستل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

ننګرهار کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقاني، چې یو تخنیکي ټیم او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله، ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم له زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې له زلزله ځپلو سره همکاري ده، په کې مولوي نجیب الله فاروقي د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو روغتیایي مرکزونو کې د اړینو عدلي خدماتو او اړتیاوو ارزونه وکړ، له زلزله‌. . .

BACK TO NEWS