د زابل ولایت د عامې روغتيا ریاست سره سل زره امریکايي ډالره په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته د زابل عامې روغتيا ریاست اړوند MOVE تطبیقوونکې مؤسسې سره د یونیسف ادارې له لوري د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا په موخه وشوه، چې د ولایت په کچه به ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.