د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شاه سلمان بنسټ له رئیس ښاغلي دکتور عبدالله ربیعه سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۳۶
moph

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیا له سکتور سره د شاه سلمان بنسټ د انکشافي او بشري مرستو په چوکاټ کې د همکاریو پر ایجاد او پراختیا، د سرطاني ، قلبي او د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونو په مجهز کولو او د ساري ناروغیو سره پر مبارزې خبرې تر سره شوې.

د مجلس په جریان کې د افغانستان ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د شاه سلمان بنسټ مسؤول ښاغلي ربیعه ته دعوت ورکړ تر څو د لا ښې همغږۍ او د هیواد د روغتیایي سکتور سره د همکارۍ په موخه د سعودي شاهي دولت د روغتیا له وزیر سره یو ځای د افغانستان څخه لیدنه وکړي.

دوکتور ربیعه له دعوت څخه په مننې وویل؛  دا به زما لپاره یو ویاړ وي چې افغانستان ته دعوت شم او ژمنه یې وکړه چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به د روغتیایي تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې ، معیاري درملنې او نورو برخو کې مرسته وکړي.

همدارنګه نوموړي وویل خوښ به شم چې ستاسې د لمړیتوبونو اړوند معلومات راسره شریک کړئ تر څو ستاسې د لمړیتوبونو او ضرورتونو په اساس د همکارۍ اقدامات تر سره کړو.

د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان ، ته د خپل سفر پر مهال له بېلا بېلو مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړي چې موخه یې د هیواد د روغتیایي سیستم پرمختګ او د نړیوالو سره د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۲۴
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس، دوکتور محمد قاسم عادل او مل پلاوي هرات ولایت ته سفر ترسره کړ

دغه سفر چې موخه یې د یاد ولایت د روغتیایي علومو انسټیټیوټ څخه لیدنه او د چارو ارزونه وه، ترڅ کې یې دوکتور محمد قاسم عادل د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۴
Background image

د پنجشیر ولایت روغتيايي مرکزونو سره د ۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ژمنيو توکو مرسته وشوه

د پنجشیر ولایت د عامې روغتيا رئيس، ډاکتر حجت‌الله محمدي، وويل په دغه مرسته کې کمبلې، بخارۍ، ګاز، پوښونه او یو شمېر نور سون توکي شامل دي، چې د منظم پلان له مخې د ولایت د ټولو ولسوالیو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست کې د معلولینو د فزیکي بیارغونې (احیای مجدد) روغتون د شته ستونزو حل او خدماتو پراختیا په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند، د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون رئیس ډاکټر اسدالله عصمت او د. . .

BACK TO NEWS