د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې (د اندراګاندي ماشومانو درملنې انسټیټیوټ اړوند د تلاسیمیا او تشخیصیه وارډ بیارغونې پروژه) چې د تړون شمېره یې(MOPH/1404/NCB/W-2133) ده. د (بلخ تخار زرغون ودانیز شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (94655) ګڼې جواز لرونکی او اصلي پته یې (نوې کارته شاه شهید، مرکز کابل) کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه یې (1,420,000) یو میلیون او څلور سوه او شل زره افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند د ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شوی پروژی:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

Back to tenders