د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۶۳ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۳
MOPH

دا مرسته د آغا خان نړیوال بنسټ له لوري د کاناډا حکومت په مالي ملاتړ سره په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې، چې په رسمي توګه د شهید وکیل زاده ولایتي روغتون ته وسپارل شوه.

 د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي لطف الله حبیبي د دې مرستې له امله د اغاخان بنسټ څخه مننه وکړه او د وروستۍ زلزلې څخه د اغېزمنو شویو کسانو د روغتیایي ستونزو حل لپاره یې له اړوندو ادارو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت نورستان ته د بېړنیو روغتیايي مرستو درمل وسپارل

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټاکل شوي پلاوي د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د ټپیانو غوره درملنې په موخه ۱۶ قلمه درمل د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د عینو مېنې روغتون د ICU نوې څانګه پرانیسته

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د عينو مېنې ۳۵۰ بستريز روغتون کې د جدي پاملرنې (ICU) ۱۵ بستريز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د نورستان سېلاب‌ ځپلو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو لا ښه رسونې په موخه د EPR کمېټې ناسته ترسره شوه

ياده ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د مرکزي رئيسانو او اړوندو مسؤلينو په شتون کې تر سره شوه، چې د رامنځته شوې پېښې. . .

BACK TO NEWS