د ننګرهار حوزوي وینې بانک ته د ۲.۲ میلیونه افغانیو طبي توکي ولېږل شول
د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار حوزوي وینې بانک ته د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین طبي توکي او لابراتواري مواد ولېږل شول
یاد توکي او مواد د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د درملو عمومي زیرمتون ته انتقال شول، چې ژر به د وینې بانک او د لابراتوار اړوندو څانګو ته ووېشل شي. د دغو توکو او موادو په مرسته به د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا معیاري، پیاوړی او چټک شي.
