په پکتیا کې د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له (Health Net_ TPO) مؤسسې سره د (۱۰۳۴۹۰۹۹) لس میلیونه درې سوه نهه څلوېښت زره او نهه نوي ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یاد ولایت اوسېدونکي له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۵۳۸) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د (Health Net_ TPO) مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۹
Background image

په پکتیا کې د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له (Health Net_ TPO) مؤسسې سره د (۱۰۳۴۹۰۹۹) لس میلیونه درې سوه نهه څلوېښت زره او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د میدان وردګ د روغتیا ریاست څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم میدان وردګ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رياست څخه ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

تدارکاتي خبرتیاوې!

د عامې روغتیا وزارت ټولې تدارکاتي خبرتیاوې د دې QR کوډ په سکن کولو سره کتلای شئ او په اړه یې تازه معلومات ترلاسه کولای شئ.

BACK TO NEWS