په کندز کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۵۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د  کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ له لوري د کندز ولایت د روغتیايي مرکزونو ۱۵ تنو ډاکټرانو او ۵۰ تنه د ټولنې په کچه روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د غیرساري ناروغیو مخنیوی او کنټرول، درملنې او لومړني تشخیص، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیر ساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت او روغتیايي مشورو اړوند معلومات ورکړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او د ټولنې په کچه د روغتیايي کارکوونکو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، ټول روغتیايي کارکوونکي باید خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره هم شریکې کړي، څو په دې برخه کې لا زیات کسان وروزل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۲۲
Background image

هرات ولايت کې ۶ روغتيايي کتنځي، د درملو ۹ عمده پلورنځي او يو درملتون له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د هرات عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت په بېلابېلو ناحيو کې له يو شمېر روغتیايي کتنځايونو، د درملو عمده او پرچون پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو، چې پايله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

په هلمند کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې نوې څانګې پرانیستل شوې

د هلمند په ګرمسیر او واشیر ولسوالیو کې د ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې څانګې د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د. . .

BACK TO NEWS