مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې له روغتونونو او ناروغانو لیدنه وکړه
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د صدري ابن سینا او شیخ زاید روغتونو څخه لیدنه ترسره کړه.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره يې مالي مرسته هم وکړه.
ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو بېلا بېلې څانګې له نږدې ولیدې، د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او هغوی ته یې سپارښتنې وکړې، چې د اختر په شپو ورځو کې ناروغانو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.
