د عامې روغتیا وزارت په علاءالدین پارک کې د نشه‌یي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۱۴
moph

د نشه‌یي توکو د ناوړه پایلو په اړه د ښاریانو د عامه پوهاوي کچې لوړولو او په عامه ځایونو کې د دې پدیدې د پراختیا مخنیوي په موخه علاءالدین پارک کې د نشه‌یي توکو د کارونې مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

دغه پروګرام چې د یو شمېر ښاریانو، ځوانانو، د سیمې مخورو او اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شو، په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د نشه‌یي توکو د کاروني مخنیوي لارو چارو، د نشه‌یي توکو ډولونو، د روږدیتوب لاملونو او د روغتیايي، ټولنیزو او اقتصادي زیانونو په اړه لازم معلومات وړاندې شول. سربېره پر دې، د روږدیتوب مخنیوي او د زیانمنو کسانو ملاتړ برخه کې د کورنیو، ښوونیزو بنسټونو او ټولنې پر رول هم ټینګار وشو.

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي پروګرام د نشه‌یي توکو د کارونې مخنیوي ټیم څرګنده کړه، چې پر نشه‌یي توکو روږدیتوب د ټولنې له مهمو ستونزو څخه دی او پر وړاندې یې مبارزه د خلکو او مسؤلو ادارو هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.

په پای کې، د عامه پوهاوي بروشورونه او معلوماتي مواد پر ګډونوالو ووېشل شول او په نورو عامه ځایونو کې د ورته پروګرامونو پر دوام او پراختیا هم ټینګار تر سره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو لپاره د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د عامې روغتیا زده‌کړو ریاست او د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ له لوري د استقلال او رواني روغتیا روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د مدیریت او عامې روغتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دامان ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو نظارت وکړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS