د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او همغږۍ په اړه ولیدل
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه ترسره کړه
په دغه لیدنه کې د روغتیایي سیستم اړوند د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت، روغتیا برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي برنامو د ښه پلي کیدو په موخه د همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: "موږ په پوره ژمنتیا سره د هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره کار کوو او هڅه کوو چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړو، نوموړي همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو برنامو اړوند هم خبرې تر سره او اړوند موضوعاتو کې یې لازمې سپارښتنې وکړې."
