هرات او فراه ولایتونو کې له یو شمېر عمده درمل پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د هرات او فراه ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې په هرات ولایت کې پنځه عمده درمل پلورنځي له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه، په هرات ولایت کې ۱.۵ ټنه درمل او په فراه ولایت کې ۱۳۰ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
