د عامې روغتیا وزارت په رابغه بلخي تخصصي روغتون کې د روان کال په ترڅ کې ۲۶۶۳ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۵:۵۳
moph

په ترسره شویو عملیاتو کې ۸۲۱ لوی او ۱۸۴۲ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربه‌ لرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

همدارنګه، په یاد روغتون کې ۵۹۵۰۱ ناروغانو ته (OPD) او ۱۹۳۲۳ ناروغانو ته بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.