د ابراساني او کانالیزسیون انجنیر!
Publish Date
Closing Date
د د ندي موخه: د اوبو رسونې او کانالیزاسیون شبکو د پروژو د سیستم د پروسې ښه کول، د اړوند وزارت د پروژو د تطبیق لپاره د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم.
د دندي مسؤلیتونه.
اساسی دندي:
- د اوبو رسونې شبکې کارونه د ترتیب شوي ډیزاین سره سم څارنه او کنټرول.
- د اوبو رسونې پروژو اړوند د ساختماني موادو د کیفیت څارنه او کنټرول.
- د اوبو رسونې شبکې اړوند د ساحوي ټسټونو څارنه او کنټرول.
- د اوبو رسونې شبکې اړوند ودانیو څارنه او کنټرول.
- د اوبو رسونې پروژې د ترسره شوي کار مطابق راپور ورکول.
- په اوبو رسونې او کانالیزاسیون شبکو کې د پلان جوړونې او ډیزاین مهارت لرل.
- د اړوندې برخې د کاري پلان ترتیب او د پروژې په فعالیتونو کې د ټولو تخنیکي معیارونو رعایت کول
- د فاضلاب او کانالیزاسیون شبکې ډیزاین کې مهارت، د ښار د تصفیه خانې پلان سره سم.
- د چاپېریال د ځانګړتیاوو، د څښاک اوبو د ککړتیا، او په ټولنه د هغو بشپړو اغیزو پوهه.
- د ترسره شوي کار د کیفیت راپور ورکول، او همدارنګه د ترسره شوي کار د حجم په سلنه کې راپور آمر ته سپارل.
مدیریتی دندي :
- د اړوند امریت د عمومي پلان سره سم د ورځني، میاشتنۍ او کلنۍ کاري پلان ترتیب او جوړول، د ټاکل شویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره
- د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتنی، ربعوار، کلنی راپور د اړتیا په صورت کی وړاندې کول.
- نورې دندې چی د اړوند آمر لخوا ورته د ترسره کولو په موخه سپارل کېږي.
د همغږۍ دندې:
د تخنیکي چارو او نورو اړوندو مواردو په اړه د څانګو او ادارو سره همغږي کول.
ګمارني شراېط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۶۴ کلونو زیات نه وي.
د زده کړو کچه :
-
- د سیول انجینري ساخمانی) په رشته کې د لیسانس تحصیلي سند لرل، او په یادو برخو کې لوړه تحصیلي درجه لرل غوره ګڼل کېږي.
کاری تجربه:
- لږ تر لږه یو کال د اړوندې دندې تجربه باید ولري.
اړین مهارتونه:
- د اړوندې برخې د پالیسي د تطبیق وړتیا.
- په یوه ملي رسمي ژبه (پښتو یا دري) بشپړه پوهه.
- د اړوندې دندې سره تړلو کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت.
رهنمود برای اخذ و تسلیمی درخواست ها:
اشخاص واجد شرایط نکات ذیل را جدا مراعات کنید در غیر آن شارلست نخواهد گردید.
۱ - کاپی از تذکره یا پاسپورت.
۲- کاپی سند فراغت مطابق مواصفات بست متذکره باشد و در صورتی که سند تحصیلی خارج از کشور داشته باشید تائید شده وزارت تحصیلات عالی باشد.
۳- کاپی خلص سوانح جدید که بیشتر از شش ماه گذشته باشد مدار اعتبار نیست .
۴- شما می توانید سافت کاپی فورم کاریابی را از ویب سایت وزرات صحت عامه دانلود نموده بعد از خانه پری هارد کاپی آنرا همراه با کاپی تذکره، خلص سوانح، یک قطعه عکس و اسناد تحصیلی خویش را مطابق به مواصفات بست اعلان شده به مدیریت عمومی اعلانات کاریابی ریاست امور کارکنان وزارت صحت عامه واقع چهاراهی صحت عامه پیش از ختم اعلان تسلیم نمایید
۶- درصورت ضرورت به شماره تيلفون (0202312422) داخل تماس گردیده حل مطلب نمائید.
نوت : شما میتوانید اعلانات کاریابی ما را در ویب سایت های وwww.Jobs.af، وزارت صحت عامه وکمیسیون مستقل اصلاحات اداری وخدمات ملکی نیزمشاهده نمایید .
توجه: اداره خدمات ملکي متعلق به تمام مردم افغانستان بوده انتخاب کانديدان بر اصل شايستگي و لياقت صورت ميگيرد نه بر اساس مسايل قومي، نژادي، مذهبي سياسي ،همه اقشار دراين پروسه رقابتي اشتراک فعال نمايند. هنگام مراجعه يک قطعه فوتو ، کاپی تذکره و کاپي اسناد تحصيلي تجربه کاری خويش را همراه داشته باشند.
د غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو او سپارلو لارښود
واجد شرایط اشخاص دې لاندې ټکي په جلا توګه په پام کې ونیسي، که نه نو د لنډلست (Shortlist) لپاره به انتخاب نه شي.
۱- د تذکرې یا پاسپورټ کاپي.
۲- د فراغت سند کاپي باید د اعلان شوي بست له شرایطو او مشخصاتو سره مطابقت ولري. که چېرې مو تحصیلي سند له هېواد څخه بهر ترلاسه کړی وي، باید د لوړو زده کړو وزارت له خوا تأیید شوی وي.
۳- د نوي سوانح لنډیز کاپي؛ هغه سوانح لنډیز چې له شپږو میاشتو څخه زیات پخوانی وي، د اعتبار وړ نه دی.
۴- تاسو کولای شئ د کاریابۍ فورم سافټ کاپي د عامې روغتیا وزارت له وېبپاڼې څخه ډاونلوډ او له ډکولو وروسته یې هارډ کاپي، د خپلې تذکرې کاپي، سوانح لنډیز، یوه قطعه عکس او خپل تحصیلي اسناد، د اعلان شوي بست له شرایطو او مشخصاتو سره سم، د اعلان د پای ته رسېدو څخه مخکې د عامې روغتیا وزارت د کارکونکو سرچینو ریاست د کاریابۍ اعلاناتو عمومي مدیریت ته، چې د عامې روغتیا څلورلارې کې موقعیت لري، وسپارئ.
۵- د اړتیا په صورت کې کولای شئ له لاندې ټیلیفوني شمېرې سره اړیکه ونیسئ او خپله موضوع حل کړئ:
(0202312422)
یادونه: تاسو کولای شئ زموږ د کاریابۍ اعلانونه د Jobs.af وېبپاڼې، د عامې روغتیا وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون په وېبپاڼو کې هم وګورئ.
پاملرنه:
د ملکي خدمتونو اداره د افغانستان د ټولو خلکو پورې اړه لري. د کاندیدانو انتخاب د شایستګۍ، وړتیا او لیاقت پر بنسټ ترسره کېږي، نه د قومي، نژادي، مذهبي او سیاسي مسایلو پر بنسټ.
د ټولنې له ټولو قشرونو څخه غوښتنه کېږي چې په دې رقابتي پروسه کې فعاله ونډه واخلي.
د مراجعه پر مهال دې یو قطعه عکس، د تذکرې کاپي، د تحصیلي اسنادو کاپي او د خپلې کاري تجربې اړوند اسناد له ځان سره ولري.