د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا !

rasooli_admin
nnn

د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي ریاست ۱۲۳/۱۱۳ ګڼه لیک پر بنسټ چې د عامې روغتیا وزارت ته را رسېدلی او د لیک متن کې د پاکستان هېواد د FCPS تخصصي بورسیې ته په شرایطو برابر ۲۰ تنه دوکتورانو ور پېژندلو غوښتنه شوې ده.
 
د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو وزارتونو ټولو په شرایطو برابر ډاکټر صاحبانو ته چې د انټرنس آزموینې لومړۍ  برخه (Part One) یې په پاکستان کې ترسره کړی وي، خبر ورکول کېږي، چې د دې خبرتیا له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې ۲۰۲۴/۱/۲۸ نېټې پورې د خپلې خوښې څانګه وټاکي لکه: (نفرالوژي،  پلمونولوژي، د زړه جراحي، انکالوژي…)، تحصیلي اسناد، پاسپورت او د تابعیت تذکره دې لاندې وټسپ شمېرې ته واستوي؛ ترڅو نوملیکنه ترسره شي.
د یادونې وړ ده، هغه رشتې چې په هېواد کې ورته ډېره اړتیا ده لکه: نفرالوژي، پلمونولوژي، د زړه جراحي، انکالوژي، معده او ځیګر او رویمتالوژي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د وټسپ شمېره: 0788209637
برېښنالیک :pgme@moph.gov.af

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements