د کندهار د عامې روغتيا ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

دا چې اوس مهال په کندهار ښار او ولسوالیو کې شدید باران جریان لري او د اټکل له مخې نن شپه باران نور هم شدت مومي، نو د کندهار ښار ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتيا ریاست صحي ټیمونه او امبولانسونه آماده دي، خدای مکړه که په کومه ساحه کې عاجله واقعه رامنځ ته کېږی، د عامې روغتيا ریاست صحي ټیمونه به ورته پروخت رسيدګي کوی.

 

ستاسو څخه احترامانه هیله کوو، چې په لاندی شمیرو زموږ سره په تماس کې شئ.

 

۱- ډاکټر نجیب الله داوری:

۰۷۰۰۵۰۵۱۸۲

 

۲- ډاکټر محمد جناح ابراهیمی:

۰۷۰۰۴۳۰۶۷۶

 

۳- ډاکټر عبدالمنان کاکړ:

۰۷۰۰۴۴۴۹۵۱

 

پوسټ درسره نشر کړئ، چې ترڅو موږ د ګرانو ښاریانو عاجلو صحي ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړو.

نیټه: ۱۴۴۵/۰۸/۱۹

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements