د تخصص بشپړولو لوی ریاست د ۱۴۴۵-۱۴۰۳ کال ترینری آزموینی اخیستلو لنډ راپور

akbari_admin
د تخصص بشپړولو لوی ریاست د ۱۴۴۵-۱۴۰۳ کال ترینری آزموینی اخیستلو لنډ راپور

د تخصص بشپړولو لوی ریاست تل کوښښ کړی چې علمی معیارونه او ستدردونه د تخصص بشپړولو پروګرام د لا غنامندی، د متخصص ډاکټرانو د پوهی کچي لوړولو او هیوادوالو ته لا غوره روغتیایې خدمتونو وړاندی کولولپاره عملی ګامونه اخیستی.

له همدی امله د روغتیایی تخصصی کدرونو جذب د یوې شفافی او عادلانه پروسې له لاری د ترینری آزموینی لپاره د شرایطو وړ نوماندانو نوم لیکنه په ۱/۱/۱۴۰۳ نیټه د عامی روغتیا وزارت د ټولنیزو پاڼو خپره او په آنلاین بڼه پیل شوه.

دعامې روغتیا وزارت داکمال تخصص پروگرام دمرکز، ولایاتو، استخبارات، پولیسو  ،FMIC  او IAM  روغتونو د ټرینری  دتشو بستونو لپاره تیوری آزموینه په دوه ورځو  کې د آزموینې ملي ادارې په مرسته تر سره شوه.

یاده آزموینه چې د پخوا څخه  پلان شوې وه 444 متخصصینو په آنلاین توگه 208 بستونو ته  په  23 تخصصی رشتو کې نوم لیکنه کړې وه .

د آزموینې لومړۍ برخه په  دوه پرنسیپونو (داخله او جراحی) کې په 23  رشتو کې  د روان کال د جوزا په 13 او  14 نیټه د اکمال تخصص ریاست د مسلکي او نظارت کمیټو په مرسته او همغږی د آزموینې ملي ادارې لخوا واخیستل شوه.

د دې آزموینې د تر سره کیدو موخه د تخصص بشپړولو پروگرام د ټرینر متخصصینو تشو بستونو ته د یوې شفافې اوعادلانه پروسې په ترڅ کې د ټرینرانو گمارل دي چې د تخصص بشپړولو لوی ریاست  د پلان سره سم د ټریني ډاکټرانو دروزنې وړتیا ولري.

د آزموینې  پاتې برخه (عملی) به هم په شفافیت سره ان شاالله ژر تر سره شي