د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ۱۴۰۳ هـ ش کال د ټرینر متخصصینو د ازموینې اخیستلو په اړه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

په پام کې ده په تخصصي روغتونونو کې د ټرینرانو خالي بستونو کې د متخصصینو ګمارلو په موخه د ټرینري ازموینې دریمه دوره د ۱۴۰۳ هـ ش کال د عقرب میاشتې په وروستۍ اونۍ کې واخیستل شي.

په دې ازموینه کې د ګډون شرایط:

۱- نوماند باید د ۴۵ کلنۍ عمر نه وي پوره کړی.

۲- د ټریننګ دورې ټولې ازموینې او د مونوګراف دفاع (Comprehensive)یې په لومړي چانس کې پاس کړي وي.

۳- د ټریننګ دورې او مونو ګراف د دفاع  (Comprehensive) د نمرو سلنه یې له ٪۸۵ کمه نه وي.

نوماندان کولای شي د عامې روغتیا وزارت د وېب پاڼې له لارې د ازموینې حواله (ریفرینس) وګوري.

نوټ: د خالي بستونو او نوملیکنې لینک به ډېر ژر د عامې روغتیا وزارت د وېب پاڼې (سایټ) له لارې اعلان شي.

د اړتیا پر مهال له دې (۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷) واټسپ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

 

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements