د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۱۱/۰۵ / ۱۴۰۴نېټې څخه تر ۲۳/ ۰۵/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، لوګر ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

•          ۲۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه

•          ۴۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

•          د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي، درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements