د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ د عمومي روغتون (GH) جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۱۸
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکتر عبدالستار صحت، د تدارکاتو، مالي او حسابي، اداري او پلان او پالیسۍ ریاستونو او  ۱۰ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه له شفافیت څخه برخمنه ده او موږ له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، تمه لرو چې کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو جوړولو پلان لري چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

دیدار وزیر صحت‌عامه با رئیس سازمان صحی جهان پیرامون تقویت مبارزه با پولیو

محترم مولوی نور جلال جلالی، وزیر صحت‌عامه ا.ا.ا، با محترم ایدوین سنیزا، رئیس سازمان صحی جهان برای افغانستان، داکتر محمد جمال، رئیس بخش پولیو سازمان صحی جهان، و سایر مسوولان این سازمان. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۹
Background image

تجهیزات طبی به ارزش حدود ۱۷ هزار دالر امریکایی به شفاخانه ۲۰ بستر تورخم در ولایت ننگرهار کمک گردید

این تجهیزات که ارزش مجموعی آن ۱۶ هزار و ۸۰۰ دالر امریکایی عنوان شده است، شامل وسایل پیشرفته طبی و یک پایه ماشین پیشرفته معاینات تلویزیونی می‌باشد که با استفاده از آن، سهولت‌های لازم صحی. . .

BACK TO NEWS